ایکناخبری اژانس د المیادین له قوله راپور راکړ، د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله د ترټولو وروستیو سیاسی بدلونونو او د نیکمرغه لوي اختر په مناسبت پخپلې وینا کې بیګا درستو مسلمانانو ته د قربانۍ د لوي او نیکمرغه اختر مبارکي ووئيله او د سیمې دسیاسی حالاتو په بیانولو سره ووئيل ، سیمې ته له دغې سیمې د ورآخوا ځینو ګوتوهونکو تګ راتګ به د تیریګر اووحشي صهیونیسټي رژيم ژوند ته هیڅکله هم دوام ورنه کړي او دا مقاومتي چورلیز دی ،چې د نوي مینځني ختیځ د رامینځةکولو لپاره ئې د امریکا پلان په بشبړ ډول له ناکامۍ سره مخامخ کړی دی . هغه د خپلو خبرو په دوام کې په ډاګه کړې ، د مخه نیونکی معادلې د شتون په برکت سره ، اسرائيلري دښمن د لبنان په ضد دهرډول پوځي اقدام لپاره په زرګونو ځله فکر کوي ، د اسرائيلو د جنګ وزیر ښه پوهیږي ، چې د لبنان په ضد ئې ګواښونه چټي او له مینځه ډَډ دی ، اسرائيل هیڅ جراءت نه لري غزې ته وارد شي، چې له پنځلسو کلونو زیات وخت راهسې ئې کلابنده کړې ده ، نو بیا څرنګه لبنان ته واریدیدلی شي.؟
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي ووئيل ، د اسرائيلو دجنګ وزیر ته سپارښتنه کوم چې د هغه درې دیرش ورځني جنګ هغه وروستۍ شپې ورځې دې یادې کړي ، کله چې اسرائيل ونه توانید، د بنت جبیل ښار سټيډیم ته وارد شي .هغه ټينګار وکړ ، د مقاومت امکانات اوس بې مخینې دي اود جنګ او دفاع کولو اراده له بل هر وخته لاپیاوړي او زیاته ده . مقاومت یوازنۍ ځواک دی چې دخپل ټاټوبی او امکاناتو او زیرمو په ساتلو کې له هیچا سره سازباز نه کوي .
سید حسن نصر الله ووئيل ، د امریکا ولسمشر سیمې ته سفر په دوو علتونو سره کړی دی ، لومړی دتیلو اوګیسو صادراتو ته دفارس خلیج دهیوادونو د قانع کولو لپاره او دوهم هم داسرائيلو په خاطر ، د روسیې او اوکراین د جنګ دنتیجو لپاره د امریکایانو لومړنی او ټاکونکی ماموریّت ، د اروپا لپاره د روسیې په ځاي دګیسو تامینول دي . هغه همداراز د یمن د اوربند په باب هم ووئیل ، هغه څه چې باید جوبایډن ئې غوښته وکړي ، د اوربند تمدیدول نه ،بلکې د یمن دجنګ او کلابندۍ ختمول دي .